د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت د اقتصادي ستونزو حل او د سوداګرو ملاتړ ته لومړيتوب ورکوي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحاديې له مشرتابه او استازو سره په ليدنه کې يې د اقتصادي پرمختګ او سوداګرو ستونزو د حل په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (ذی الحجة الحرام ۱۶ مه/ چنګاښ ۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او له هغې وروسته د سوداګرو د اتحاديې په استازيتوب د اتحاديې اجرائيه رئيس حاجي الفت او نورو غړو خبرې وکړې.
د اتحاديې استازو د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور هلې ځلې وستايلې او له اسلامي امارت څخه يې خپل رضايت څرګند کړ.
دوی د هېواد په داخل او له هېواده بهر د کورنيو توليداتو لپاره د نندارتونونو جوړولو، د کاري جوازونو، ماليې، سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکې د ورکړې په قراردادونو کې د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اقتصادي ستونزو حل د اسلامي امارت لومړيتوب وګاڼه او په دې برخه کې يې د عملي ګامونو پورته کولو يادونه وکړه.
ښاغلي انور وويل اسلامي امارت د اقتصاد د پياوړتيا په موخه د قوشتېپې په څېر ملي پروژې پيل کړې دي او په وينا يې چې دا ډول پروژې هغه حکومت پيل کولی شي چې ملي احساس او د ولس ملاتړ ولري چې اسلامي امارت له دې څخه برخمن دی.
شيخ الحدیث مولوي نور الحق انور زياته کړه چې اسلامي امارت سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته کوي او لاهم په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
نوموړي سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې هر وخت او هره برخه کې د پېښېدونکي مشکل پر مهال يې اسلامي امارت ملاتړ کوي او د ستونزو حل ته يې رسېدنه کيږي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب هم سوداګرو ته د تدارکاتو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي.
په پای کې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحاديې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور، د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب او د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي ته ستاينليکونه ورکړل او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې یې د چارو ادارې لوی رياست د رهبرۍ د هڅو قدرداني وکړه.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.