د چارو ادارې لوی رئیس: لوی اختر موږ ته د قربانۍ او تواضع پیغام راکوي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د دې ریاست له رئیسانو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ مراسمو کې وویل، دا اختر موږ ته د قربانۍ او پر ځان نورو ته د ترجیح ورکولو پیغام راکوي.
نوموړی نن يکشنبه (ذوالحجة الحرام۱۴ مه/ چنګاښ ۱۱ مه) د دې ادارې معاونينو، د دفتر رئيس، مطبوعاتو رئیس او يو شمير نورو رئيسانو په ملتيا د چارو ادارې لوی رياست بېلابيلو رياستونو او د کارمندانو شعبو ته ورغلل او له هغوی سره يې مخامخ د اختر مبارکي وکړه.
شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور د نن ورځې د اختريزې مبارکۍ يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې؛ اوسني اخترونه د افغانانو لپاره له نورو هغو سره متفاوت او ځانګړي دي او په وينا يې چې افغانان له لسيزو وروسته د يو بې مثاله امن او خوښۍ څښتنان شوي دي.
ښاغلي انور وويل چې که څه هم افغانستان د اقتصادي او رغنيز پرمختګ لپاره ګامونه اخلي خو په وينا يې چې د هېواد د دښمنانو په افغانانو دا ښه حالت نه لوريږي او غواړي په خپلو منفي تبليغاتو افغانان په رواني توګه ناکراره کړي.
نوموړي وويل چې ځينې رسنۍ د افغانستان د روان وضعيت په اړه منفي تبليغات کوي خو په وينا يې چې ځمکني حقايق له هغې ډېر بدل او هيله بښوونکي دي او ډېر هغه هېوادونه چې جګړې يې هم نه دي تجربه کړي په اوس وخت کې د افغانستان په څېر امن نه لري.
ښاغلي انور د اختر مبارکۍ په دې بهير کې د چارو ادارې لوی رياست کارمندانو ته د نيکو هيلو او پیرزوينو په وړاندې کولو سره هغوی ته ډاډ او حوصله ورکړه او کارمندانو دا ډول اقدام د اسلامي امارت د مشرانو شفقت او ځانګړې مهرباني وبلله.