د داوطلبۍ د لومړي تعديل خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د ۵ قلمه د اړتيا وړ المونيمي لاين چې فولادي (ACSR) لري، چې تر دې وړاندې يې د داوطلبۍ اعلان شوی و، چې اوس يې ضرب الاجل او د افرونو د تسليمۍ معياد له 1402/04/10 نېټې څخه تر 1402/04/17پورې تمديد شوی دی.
ټولو په شرايطو برابر داو طلبانو ته بلنه ورکول کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي، د شرطنامې سافټ او تعديل شوي ضمايم دې (1) د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه ترلاسه کړي، او خپل افرونه دې په سر تړلې بڼه د تدارکاتو د قانون مطابق د تعديل شوي ضمايمو(1) سره د اعلان د نشر له نېټې څخه تر د ۱۴۰۲ لمريز کال د چنګاښ مياشتې تر ۱۷ مې نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجې د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د افغانستان برښنا شرکت د اړتيا وړ ۵ قلمه المونيمی لين چې فولادي (ACSR) ولري.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS /1402/G-021/NCB
د بانکي تضمين په توګه: يو ميليون او نهه سوه زره افغانۍ (1،900،000)
د افرګشايي نېټه: د ۱۴۰۲ د چنګاښ ۱۷ مه، له غرمې مخکې 10:00 بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک: planningnpa@gmail.com
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست، مرمرين قصر، پښتونستان واټ، کابل افغانستان
نوټ: د انټرنيټ له لارې او له وخت وروسته افرونه د قبول وړ نه دي.