د داوطلبۍ د لومړي تعديل خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د بادام باغ سرک د نادريه ليسې له څلور لارې څخه تر سرای شمالي څلور لارې پورې سرک چې په څلورمه او اوولسمه ناحيه کې واقع دی او (3289) متره مساحت لري او تر دې وړاندې يې د داوطلبۍ اعلان شوی و، چې اوس يې ضرب الاجل او د افرونو د تسليمۍ معياد له 1402/04/08 نېټې څخه تر 1402/04/18 پورې تمديد شوی دی.
ټولو په شرايطو برابر داو طلبانو ته بلنه ورکول کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي، د شرطنامې سافټ او تعديل شوي ضمايم دې (1) د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په سر تړلې بڼه د تدارکاتو د قانون مطابق د تعديل شوي ضمايمو(1) سره د اعلان د نشر له نېټې څخه تر د ۱۴۰۲ لمريز کال د چنګاښ مياشتې تر ۱۸ مې نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجې د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د بادام باغ د سرک ساختماني چاري، چې له نادريه ليسې څخه تر سرای شمالي پورې چې (3289) متره اوږدوالی لري.
د داوطلبۍ شمېره NPA/KM/1401/W-037/NCB/REBID :
د بانکي تضمين په توګه: 3،500،000 درې ميليونه، پنځه سوه زره افغانۍ
له داوطلبۍ وړاندې غونډه: د ۱۴۰۲ لمريز کال د غبرګولي ۲۸ مه نېټه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د افرګشايي نېټه؛ ۱۴۰۲ لمريز کال د چنګاښ ۱۸مه نېټه، له غرمې مخکې، ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک: planningnpa@gmail.com
پته: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست، مرمرين قصر، پښتونستان واټ، کابل افغانستان
نوټ: د انټرنيټ له لارې او له وخت وروسته افرونه د قبول وړ نه دي.