د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د درملو او روغتيايي توليداتو اتحاديې له استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د هېواد د درملو او روغتيايي توليداتو د اتحاديې له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.
دغه ناسته چې نن يکشنبه ( ذوالحجة الحرام ۷ مه/ چنګاښ ۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
ورپسې له اجنډا سره سم د درملو او روغتيایي توليداتو اتحاديې په استازيتوب د دې اتحاديې رئيس محمد يعقوب منګل خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې د ستونزو د حل او داخلي توليد د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي منګل هېواد ته د خامو موادو د واردېدو پر مهال په ګمرکاتو کې د ځنډ او خنډونو له منځه وړلو او د هېواد په داخل کې بهرنۍ مؤسسې کورنيو روغتيايي توليداتو پېرولو ته د هڅولو او په اداري چارو په طی مراحل کې د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د درملو او روغتيايي توليداتو اتحاديې استازو داخلي توليدات معياري وبلل او زياته يې کړه چې د روغتيايي توليداتو کورنۍ فابريکې او شرکتونه دا وړتيا لري چې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په څېر سلګونو قلمه درمل او روغتيايي وسايل توليد او بازار ته وړاندې کړي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د درملو او روغتيايي توليداتو اتحاديې استازو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ستونزې به يې د حل په موخه د رياست الوزراء عالي مقام او اړوندو امارتي ارګانونو سره شريکې کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.