اداري غونډه؛ اداري چارو کې د ځنډ د مخنيوي لپاره پلاوی وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن شنبه «ذوالحجة الحرام۶مه/ چنګاښ ۳مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه.
نوموړي د ادارې له کارمندانو وغوښتل چې له اختريزو رسمي رخصتيو وروسته له اضافي رخصتيو ډډه وکړي او پخپل وخت د ادارې چارو ته حاضري وکړي ترڅو چارې ټکنۍ نشي.
په غونډه کې له اجنډا سره سم په اداري چارو کې د ځنډ د مخنيوي په موخه د دې ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو په دې اړه معلومات راټول او د حل لپاره يې اقدامات وکړي.
همدا راز په دې اوونيزه اداري غونډه کې د کابل ښار په نورو ساحو کې د چارو ادارې اړوند کارمندانو لپاره د غرمنۍ په توزيع کې د اسانتيا، په تدارکاتي برخه کې د شرکتونو د تضمين ترلاسه کولو او د چارو ادارې اړوند ودانيو کې شنو ساحو ته د اوبو د لېږد په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
دغه اونيزه اداري غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.