د فرهنگي او ټولنيزو چارو رئيس د سپورټي فدراسيونونو استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د سپورټي فدراسيونونو له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه ( ذوالحجة الحرام ۳ مه/ غبرګولي ۳۱ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.

له اجنډا سره سم په غونډه کې د بزکشۍ فدراسيون سرپرست غلام سرور جلال پخپلو خبرو کې د مالي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او په وینا يې هڅه کوي، چې ورزشي فدراسیونونه تقويه شي او هېواد ته وياړونه راوړي.
په غونډه کې همدا راز د معلولو ورزشکارانو په استازيتوب بکتاش نصرت خبرې وکړې او د هغو ورزشکارانو لپاره يې چې د اورېدلو ستونزه لري، د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي بکتاش وويل، دوی چې ځينو يې لوړې زده کړې هم کړې دي، بايد په امارتي چارو کې ورته په اداري برخه کې د استخدام زمينه برابره شي او د ټولنې دا قشر تقدير کړل شي.
همدا راز په غونډه کې د بدمنتون او پهلوانۍ په استازيتوب هم ارشادالحق صديقي او عبدالله عزيزي خبرې وکړې او د ورزشکارانو د ستونزو د حل په اړه يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
په ناسته کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ورزشکارانو استازو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت په ډېرو قربانيو رامنځته شوی دی او په وينا يې چې مسؤلين له دې فرصت نه په استفاده د خلکو د خدمت او ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي همدا راز له ورزشکارانو وغوښتل چې له هېواده بهر د لوبو په ډګرونو کې د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور ښه ترجماني وکړي او د افغانستان ښه استازيتوب وکړي.
دغه مجلس د خير په دعا پای ته ورسېد.