د عرېضو او شکايتونو اورېدلو په طرزالعمل بيا کتنه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د عرېضو او شکايتونو اورېدلو معاونیت نن چهارشنبه (ذوالحجة الحرام ۳مه/ غبرګولي ۳۱ مه) د دې معاونيت د عرېضو او شکايتونو د اورېدلو په طرزالعمل د بيا کتنې غونډه وکړه.
دغه غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د دفتر رياست، ملي تدارکاتو، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د پانګه اچونې د اسانتيا، کادري چارو، د امارت د تشکيلاتو، اصلاحاتو او بيا کتنې رياستونو کارپوهانو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د ياد طرز العمل يو شمېر مادې تعديل، ځينې يې زياتې او ځينې نورې يې حذف شوې چې د غونډې د ګډونوالو له لوري تائيد شوې.
دا د تېرو په دوام د هغو جلسو لړۍ ده، چې د دې طرزالعمل د بیا کتنې تر پایه به دوام ومومي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.