د خواله رسنيو د ښه مديريت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د اطلاعاتو او فرهنګ او ملي راډيو تلويزيون ترمنځ د خواله رسنيو د ښه مديريت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (ذوالحجة الحرام ۲مه/ غبرګولي ۳۰ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم، د خواله رسنيو د ښه مديريت په اړه نظريات شریک شول.
د انيس امارتي ورځپاڼې مسؤل مدير عبدالله حامد تاتار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازيتوب د موضوع په اړه بحث وکړ او د خواله رسنيو د غوره مديريت، د امارتي چاپي ورځپاڼو د محتوا او د ټلويزيوني بحثونو په اړه يې خبرې وکړې.
بل لور ته د ملي راډيو تلويزيون عمومي رياست د ډيجيټل ميډيا سرپرست فريدون حکيمي وويل؛ د نظام په اړه د پرديو تبليغاتو په وړاندې، اړينه ده چې امارتي ادارې پخپل منځ کې همغږي واوسي چې دا چاره د اسلامي امارت د چارو انسجام په برخه کې غوره پايلې لرلی شي.
د چارو ادراې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د غونډې د ګډونوالو نظريات، ستونزې او وړانديزونه واورېدل، هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې يادې ستونزې به له يادښتونو سره د حل لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.