د درملو او روغتيایي توليداتو د اتحاديې ستونزو ته رسيدنه کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو رياست له لوري د افغانستان د درملو او روغتيايي توليداتو د اتحاديې ترمنځ ناسته وشوه چې پکې د دې اتحاديې رئيس او غړو ګډون کړی و.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (ذوالحجة الحرام ۲مه/ غبرګولي ۳۰مه) د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
د اتحاديې د غړو په استازيتوب احمد سعيد شمس په خپلو خبرو کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د کورنيو روغتيايي توليداتو د ملاتړ په موخه دې له ګاونډيو هېوادونو څخه د درملو د واردېدو مخنيوی وشي او همدا راز يې په دې برخه کې نورې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
نوموړي همدا راز د ملي تدارکاتو رياست سره د اتحاديې د تفاهمنامې د تجديد، د اتحاديې اړوند شرکتونو د پورونو خلاصون، له داخلي توليداتو څخه د مؤسسو او امارت د ملاتړ او تدارک غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ملي تدارکاتو رئيس یادو ستونزو ته د رسېدنې په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اصولي غوښتنې به يې د حل لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
دغه غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.