د تاسیساتو د ساتنې قطعې قومندانان معرفي شول

د چارو ادراې لوی ریاست د دفاع او امنیت ریاست رئیس مولوي محمودشاه زاهد دوه تنه د تاسیساتو د ساتنې قطعې قومندانان معرفي کړل.
په همدې مناسبت برابر شوي مراسم د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو تالار کې نن دوشنبه (ذوالحجې لومړۍ/غبرګولي۲۹مه) د قرآن کریم په تلاوت پیل شول.
د دفاع او امنیت رئیس مولوي محمودشاه زاهد د دې دوو تنو د مقررۍ حکم ولوست، چې قاري نور اغا الماس د تاسیساتو د قطعې او قاري نیازمحمد يې د دې قطعې د لومړۍ ټولۍ د قومندانانو په حیث معرفي کړل.
په همدې مراسمو کې د ملي تدارکاتو رئیس قاري عبدالولي صدیقي په اسلامي امارت کې مسؤلیت یو ازموینه وبلله او په وینا يې د چارو ادارې اړوند تاسیسات او ملیکتونه جدي ساتنې ته اړتیا لري، نوي ګومارل شوي مسؤلین مکلف دي چې خپلې دندې ښې اجرا کړي.
قاري نور اغا الماس او قاري نیاز محمد هارون پر خپل وار خبرو کې ورباندې شوي اعتماد نه مننه وکړه او ژمنه يي وکړه چې خپلې چارې به ښې ترسره کوي، چې اسلامي امارت او خپل ولس ته د خدمت مصدر وګرځي.
د دې قطعې تشکیلاتي چارې د دفاع او امنیت ریاست له لوري پر مخ وړل شوې، چې موخه يي د اړوند ماڼیو او ملکیتونو ښه ساتنه یاده شوې ده.
دا مراسم د خیر په دعا پای ته ورسېدل.