د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره، انلاین روزنیز پروګرام پیل شو

د اداراتو د تدارکاتي واحدونو د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست له لوري روزنیر انلاین پروګرام پیل شو.
په همدې مناسبت غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالولي صدیقي په حضور او د ۲۰ تنو تازه مقرر شویو کارکوونکو په انلاین ګډون نن (ذوالحجې لومړۍ/ جوزا ۲۹مه) د دې ادارې په مقر کې د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه.
د ملي تدارکاتو رئیس د تدارکاتي پوهې زده کول په اوسنیو شرایطو کې یو ضروروي چاره وبللهاو په وینا يې، په نظر کې لرو چې د امارتي اداراو او خصوصي شرکتونو لپاره داسې نورې ډېرې برنامې جوړې کړو؛ دا به په اړونده اداراتو کې د تدارکاتي اصولو د رعایت او د شفافیت راوستو سبب شي.
له بلې خوا احمد زبیر مجید د نورو استادانو په استازیتوب وویل، دغه پروګرام به درې ورځې وي او په هغه کې به د تدارکاتو د طرزالعمل اصول، تدارکاتي یووالی، معیاري شرطنامې او د عامه تدارکاتو نور موضوعات به پکې زده کړل شي.
د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو ریاست په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې بېلابېلې روزنیزې برنامې جوړې کړي چې تر اوسه پکې ۱۰۰تنو ته تدارکاتي روزنه ورکړل شوې ده.