د داوطلبۍ خبرتیا

د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان برښنا شرکت د واحدونو د اړتیا وړ د برقي شبکاتو د کیبل او لاین د تجهیزاتو او تدارکاتو برابرولو پروژه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې او یا په فلش ډیسک کې د ملي تدارکاتو ریاست څخه لاسته راوړي، خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو مطابق په سرتړلي شکل د خبرتیا له اعلان څخه د ۱۴۰۲/۴/۱۹له غرمې مخکې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د افغانستان برښنا شرکت اړوند د برقي شبکاتو د کیبل او لاین د تجهیزاتو او تدارکاتو برابرولو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/G-001/NCB/Rebid
بانکي ضمانت: ۵۲۰۰۰۰۰ پنځه ملیونه او دوه سوه زره افغانۍ
د افر پرانیستې: ۱۴۰۲/۴/۱۹ تر غرمې مخکې ۱۰:۰۰بجې
برښنالیک: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تداکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو نه دي.