استماعیه غونډې ته د بيسک کلرس سوداګريز شرکت بلنه

د بيسک کلرس سوداګريز شرکت ته چې د (۵۶۱۹۳) نمبر جواز لرونکی دی؛ خبر ورکول کېږي، چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې مطابق يې محرومیت د ماليې وزارت اړوند د تقاعد خزينې عمومي رياست لپاره د فرنيچر د تداکارتو پروژې غوښتنه شوې وه.
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو د پرله پسې مکاتيبو او تيلفوني اړيکو، سره سره بيا هم ياد شرکت مسؤلين حاضر نه شول، که چېرې د دې شرکت رئيس، معاون او یا باصلاحیته استازی د دې اعلان له نېټې تر (۵) ورځو د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شول، له قانون سره سم به د موجوده اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشي، چې بيا د شکایت حق نه لري.