استماعیه غونډې ته د کابل آی لوژيستکي شرکت بلنه

د کابل آی لوژيستکي شرکت ته چې د (۴۹۶۹۵) نمبر جواز لرونکی دی؛ خبر ورکول کېږي، چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې مطابق يې محرومیت د پخواني ملي امنيت عمومي رياست ته د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره له تخنيکي مشخصاتو سره د درې قلمه (د ډرون Droneطیارو) بطریو تدارکاتو د نه پوره کېدو له امله غوښتل شوی و.
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو د پرله پسې مکاتيبو او تيلفوني اړيکو، سره سره بيا هم ياد شرکت مسؤلين حاضر نه شول، که چېرې د دې شرکت رئيس، معاون او یا باصلاحیته استازی د دې اعلان له نېټې تر (۵) ورځو د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شول، له قانون سره سم به د موجوده اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشي، چې بيا د شکایت حق نه لري.