د کابل نظامي هوايي ډګر کې له بهرنيو عسکرو پاتې وسايطو د برخليک په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست له لوري د کابل په نظامي هوايي ډګر کې له بهرنيو عسکرو څخه د پاتې شويو يو شمېر وسايطو او ماشينريو د برخليک په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (ذوالقعدة الحرام ۲۵ مه/ غبرګولي ۲۴ مه) د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د رئيس قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ جوړه شوه وه؛ په کې د دې ادارې د دفاع او امنيت رئيس مولوي محمود شاه زاهد هم ګډون کړی و.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت، ټولګټو وزارت او استخباراتو لوی رياست استازو هم ګډون کړی و او د موضوع اړوند يې خپل نظريات وړاندې کړل.
په ناسته کې د استخباراتو لوی رياست استازو ته دنده وسپارل شوه، چې وسايط له نږدې وګوري او په اړه يې وروستی ګزارش د چارو ادارې لوی رياست سره شريک کړي ترڅو د رياست الوزراء عالي مقام ته د پرېکړې له پاره ولېږل شي.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.