استماعیه غونډې ته د عبدالروف کاکړ سرکسازي او ساختماني شرکت بلنه

د عبدالروف کاکړ سرکسازۍ او ساختمانۍ شرکت ته چې د (79452) نمبر جواز لرونکی دی خبر ورکول کېږي، چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې مطابق، د کورنیو چارو وزارت له لوري يې محرومیت د دروازې په نصب، د ظرفیت لوړولو د کالج د قومندانۍ د دروازو د ترمیم په پروژه کې د تعهداتو د نه عملي کېدو لپاره غوښتل شوی دی.
د مکررو ټلیفوني اړیکو او مکتوبونو وروسته د دې شرکت مسئولین د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شول. که چېرې د دې شرکت رئيس، معاون او یا باصلاحیته استازی د دې اعلان له نېټې تر (۵) ورځو ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شي، له قانون سره سم به د موجوده اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشي، هغه وخت د شکایت حق نه لري.