استماعیه غونډې ته د ظاهر دولت سرکسازي او ساختماني شرکت بلنه

د ظاهر دولت سرکسازۍ او ساختماني شرکت ته چې د (D-05-166) نمبر جواز لرونکی دی؛ خبر ورکول کېږي، چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې مطابق، د ميدان وردګ ولايت امنيه قومندانۍ د اوبو د يوې حلقې څاه د کيندلو مطالبه شوې ده، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو د پرله پسې مکاتيبو او تيلفوني اړيکو، سره سره بيا هم ياد شرکت حاضر نشو، که چېرې د دې شرکت رئيس، معاون او یا باصلاحیته استازی د دې اعلان له نېټې تر (۵) ورځو د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شول، له قانون سره سم به د موجوده اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشي، چې بيا د شکایت حق نه لري.