استماعیه غونډې ته د اسايش روز لوژيستکي شرکت بلنه

د اسايش روز لوژيستکي شرکت ته چې د (43474) نمبر جواز لرونکی دی؛ خبر ورکول کېږي، چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې مطابق، د عامې روغتيا وزارت اړوند (۱۰۰۰) بستريز روغتون د ۲۵۰ بسترو ناروغانو او نوکرايوالانو لپاره د غوايي د سرخي غوښې د تداراکاتو پروژه چې د شرکت له لوري د بانکي مالي توانايي نه وړاندې کولو مطالبه ترې شوې ده، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو د پرله پسې مکاتيبو او تيلفوني اړيکو، سره سره بيا هم ياد شرکت حاضر نشو، که چېرې د دې شرکت رئيس، معاون او یا باصلاحیته استازی د دې اعلان له نېټې تر (۵) کاري ورځو د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شول، له قانون سره سم به د موجوده اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشي، چې بيا د شکایت حق نه لري.