د کابل ښار د هديرو د وضعيت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست په مشرۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د رياست الوزراء عالي مقام له هدايت سره سم د کابل ښار د هديرو د وضعيت په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه(ذوالقعدة الحرام ۲۳مه/ غبرګولي ۲۲ مه) د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس په کاري دفتر کې ترسره شوه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم د موضوع په اړه بحث وشو.
په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنيزو چارو معين مولوي حبيب الرحمن منصور وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت خلکو ته د ښو خدماتو ترسره کولو هوډ لري او د کابل ښار غير کرنيزې اطرافي ځمکې به استملاک او د هديرو لپاره ځانګړې کړي.
نوموړي په دې اړه له اړوندو ادارو سره همغږي لازمه وبلله او زياته يې کړه چې د کابل ښار د نفوسو زياتوالی د دې لامل شوی دی چې استوګنيزو سيمو ته څېرمه په امارتي ځمکو کې هديرې جوړې شي.
بل لور ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازو هم د موضوع اړوند خپل فقهي او تخنيکي نظريات وړاندې کړل او د هدېرو په منځ کې د خلکو د تګ راتګ، د معتادينو اوسېدل او د هدېرې د ځمکې غصب يې غير اصولي وګڼل.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل؛ اسلامي امارت په ډېرو قربانيو قائم شوی دی او په وينا يې چې اوس باید خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل ښار د هديرو د ستونزې په اړه دې له اړوندو ادارو څخه کمېټه وټاکل شي، هدېرې دې له نږدې وکتل شي او د ستونزو د حل طرحې دې د چارو ادارې سره شريکې کړي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.