د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د خدماتو رياست په استازيتوب د اړتيا وړ حبوباتو د تدارکاتو پروژه چې تشخيصيه شمېره يې AOP/G/۰۲۶/۱۴۰۲/NCB ده، د عزت الله لوی کندهار ساختماني او لوژيستکي شرکت چې د کابل په کمپنۍ کې موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۲۱۷۷۶ شمېره ثبت دی، په مجموعي قيمت ۱۹،۸۹۷،۳۴۵ (نوولس ميليونه، اته سوه اووه نوي زره، درې سوه پنځه څلوېښت) افغانۍ په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې رابطه کوم اعتراض لري، کولی شي د تدارکاتو د اصولو د پنځوسمې مادې له مخې د دې خبرتیا له اعلان څخه د تقویمي اوه ورځو پورې په کتبي ډول خپل دلایل د دې ادارې د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د ذکر شوي میعاد له اصولي طی مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.