د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د خدماتو رياست په استازيتوب د اړتيا وړ د قرطاسيه باب د تدارکاتو پروژه چې تشخيصيه شمېره يې AOP/G/۰۲۴/۱۴۰۲/NCB ده، د افغان کارت امارتي شرکت ته چې د کابل ۹مې ناحيې خواجه رواش سيمې ګمرک سره موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۴۱۵۸ شمېره ثبت دی، په مجموعي قيمت ۴،۶۸۷،۲۸۵ (څلور ميليونه، شپږ سوه اووه اتيا زره، دوه سوه پنځه اتيا) افغانيو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې رابطه کوم اعتراض لري، کولی شي د تدارکاتو د اصولو د پنځوسمې مادې له مخې د دې خبرتیا له اعلان څخه د تقویمي اوه ورځو پورې په کتبي ډول خپل دلایل د دې ادارې د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د ذکر شوي میعاد له اصولي طی مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.