د داوطلبۍ بياځلي خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چارو ادارې لوی ریاست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست لپاره د روغنياتو، فلټرباب او د وسايطو د رنګ په داوطلبۍ کې برخه واخلي او د شرطنامې سافټ د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست او يا هم د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د اعلان د نشر له نېټې څخه 14/02/1402 پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د وسایطو د روغنياتو، فلټرباب او رنګ د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: / AOP/G/۰۰۵/۱۴۰۲/NCB/RE
د بانکي تضمين په توګه: (۱۲۲،۰۰۰) یو لک او دوه ويشت زره افغانۍ
د افر ګشايي نېټه: ۱۴/۴/۱۴۰۲ له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو رياست، د معدن وزارت پخوانی تعمير کابل- افغانستان
نوټ: ناوخته او د انټرنېټ له لارې افرونه د قبول وړ نه دي.