د چارو ادارې لوی رئیس؛ امارتي کارمند بايد په رسمي وخت کې په نورو چارو بوخت نشي

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ددې ادارې په اوونيزه اداري غونډه کې وويل چې امارتي کارمند ته ورکړل شوي امتيازات د شخصي کارونو لپاره نه بلکې د امارتي چارو سر ته رسولو لپاره دي، چې بايد په ښه توګه ترې استفاده وشي.

د چارو ادارې لوی رياست اداري جلسه چې نن شنبه «ذوالقعدة الحرام ۲۱ مه/ غبرګولي ۲۰مه» ددې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس پيليزه وينا وکړه.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور غونډې ته په وينا کې وويل چې موږ مسؤل يو ترڅو رسمي وخت کې په نورو کارونو ځان بوخت نه کړو او په وينا يې چې له خيانته ځان وساتو.

په غونډه کې له اجنډا سره سم د چارو ادارې لوی رياست د کارکوونکو او د کورنيو غړو د روغتيايي خدمتونو او د چارو ادارې اړوند ودانيو کې د شنو سيمو د ساتنې لپاره د اوبو د ستونزې حل په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

همدا راز په غونډه کې د پانګونې اسانتيا رياست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې خصوصي سکتور ته د پغمان ماڼۍ په اجاره ورکولو په اړه څېړنه وکړي او ګزارش يې د پرېکړې لپاره اداري غونډې ته وړاندې کړي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.