ډاکټر فضل محمود فضلي د پوهنې وزارت سر پرسته او نوماند وزیره د دغه وزارت کارکوونکو ته رسماً ور پېژندله

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي اغلې رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د سرپرستې او نوماند وزیرې په توګه د دغه وزارت کار کوونکو ته ور و پېژندله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ډاکټر فضل محمود فضلي د پوهنې د پخواني وزیر ډاکټر میرویس بلخي د کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل له نیکه‌مرغه چې د پوهنې وزارت د تېرې رهبرۍ پر مهال او تر هغه وړاندې د افغانستان د معارف لپاره لیدلوری او د لارې نقشه د یوې اوږدې پروسې له لارې چې مشري یې مستقیماً د جلالتماب ولسمشر له لوري کېدله بشپړه شوې ده. موږ اوس په معارف وزارت کې د برنامې، پلان، ستراتېژۍ او پالیسۍ له ستونزې سره مخ نه یو. اوس لویه مسئله د دې برنامو تطبیق او د پوهنیزې دستګاه لا متحرک کول دي.

ډاکټر فضلي مدیریتي تشې، د رهبرۍ د ظرفیت او مدیریتي کمښتونو او د پالیسیو د نه پلي کېدو ستونزو ته نغوته وکړه او وې ویل چې لرې پرتو او جګړییزو سیمو کې ښوونیز بهیر او ښوونځیو ته د ماشومانو لاسرسی د متوازنې پراختیا او مساواتو پر بنسټ ولاړ ښوونیز نظام پر وړاندې له اساسي ستونزو څخه دي. دغه راز هغه زیاته کړه چې د نجونو ښوونه او روزنه او د افغانستان د تعلیم او تربیې نظام کې د ښځو ونډه باید د دې وزارت پر یوې اساسې موخې بدله شي.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل، د پوهنې وزارت په اصلاحي پروګرام کې د جلالتماب ولسمشر د لیدلوري پر اساس ډېرې هغه چارې چې تر دې وړاندې د پوهنې وزارت له لوري پر مخ وړل کېدې، نورو ادارو ته ولېږدول شوې او یوازې د پوهنیز نظام اړوند درې مهم او اساسي کارونه چې نصاب، ښوونکي او زده‌ کوونکي دي د پوهنې د وزارت اصلي دندې وګرځېدې؛ نو اوس لازمه ده چې موږ ټول تمرکز یوازې او یوازې په همدې درې‌ګوني مثلت راټول کړو.

ډاکتر فضل محمود فضلي، د یاد وزارت د نوي مشرتابه په راتګ هیله څرګنده کړه چې د جمهور رئیس د لیدلوري او لارنقشې مطابق به د پوهنې وزارت چارې په غوره شکل مدیریت شي او د جمهوري ریاست د بنسټ په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې د هرې معقولې طرحې په تصویب او عملي کولو کې به دغه وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرستې او نوماندې اغلې رنګینې حمیدي د هېواد د جمهور رئیس له باور څخه په مننې وویل چې ټوله هڅه به يې دا وي چې د هېواد معارف د زده کوونکو د وړتیاوو د ودې وسیله وي او د تر سره شویو چارو په تداوم د پالیسیو او برنامو په تطبیق سره پر دې وزارت تمرکز وشي.