د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان برښنا شرکت د اړتیا وړ د ۵ قلمه المونیمي فولادي مغزي لین (ACSR) د تدارکاتو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافت د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې او یا په فلش ډیسک کې د ملي تدارکاتو ریاست څخه لاسته راوړي، خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو مطابق په سرتړلي شکل د خبرتیا له اعلان څخه د 1402/4/10 له غرمې مخکې تر 10:00 بجو پورې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د افغانستان برښنا شرکت د اړتیا وړ د ۵ قلمه المونیمي فولادي مغزي لین (ACSR) د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS /1402/G-021/NCB
بانکي ضمانت: 1,900,000 یو ملیون او نه سوه زره افغانۍ
د افر پرانیستې: 1402هـ.ش د چنګاښ ۱۰مه له غرمې مخکې 10:00 بجې
برښنالیک : planningnpa@gmail.com
پته: د ملي تداکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو نه دي.