داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په استازيتوب ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي، د کابل ښار څلورمې او اوولسمې ناحيې اړوند بادام باغ سرک ساختماني چارو پروژه چې د نادريه ليسې له څلور لارې تر سرای شمالي څلور لارې پورې دی، داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي، د شرطنامې سافټ دې د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په سرتړلې بڼه د تدارکاتو د قانون مطابق د اعلان د نشر له نېټې څخه تر د ۱۴۰۲ لمريز کال د سرطان مياشتې تر ۸ مې نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجې د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د بادام باغ د سرک ساختماني چاري، چې له نادريه ليسې څخه تر سرای شمالي پورې چې (3289) متره اوږدوالی لري.
د داوطلبۍ شمېره NPA/KM/1401/W-037/NCB/REBID :
د بانکي تضمين په توګه: 3،500،000 درې ميليونه، پنځه سوه زره افغانۍ
له داوطلبۍ وړاندې غونډه: د ۱۴۰۲ لمريز کال د غبرګولي ۲۸ مه نېټه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د افرګشايي نېټه؛ ۱۴۰۲ لمريز کال د چنګاښ ۸مه نېټه، له غرمې مخکې، ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک: planningnpa@gmail.com ياهم n.naiel.gdnp@gmail.com
پته: ریاست تدارکات ملی، جوار قصر مرمرین ریاست عمومی اداره امور ا.ا.ا، پشتونستان وات، کابل – افغانستان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست، مرمرين قصر، پښتونستان واټ، کابل افغانستان
نوټ: د انټرنيټ له لارې او له وخت وروسته افرونه د قبول وړ نه دي.

شرطنامه او د پروژې جزئیات!