د چارو ادارې لوی رئيس؛ د ښو خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو توافقنامې د لاسليک په غونډه کې ګډون وکړ.
د چارو ادارې لوی رئيس د امارت او ولس ترمنځ د واټن له منځه وړل، د ژمنو د عملي کېدو لپاره د عملي ګامونو پورته کول او ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه وګڼل او د دې تطبيق يې د نظام او خلکو لپاره ګټور وباله.
د چارو ادارې لوی رئيس د اداري پروسو ساده کول يوه جدي اړتيا وګڼله او هيله يې څرګنده کړه چې دا پروسه به په پوره قاطعيت تطبيق او پرمخ لاړه شي.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (د ذوالقعدة الحرام ۱۸ مه/ غبرګولي ۱۷ مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د چارو ادارې لوی رئيس سربېره د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس هم ګډون کړی و.
په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله وويل چې تر دا مهاله دې رياست له ۴ کليدي وزارتونو سره ۳۶۶ د اداري پروسو د ساده کولو توافقنامې لاسليک کړي دي.
په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د اداري پروسو ساده کول جدي اړتيا وګڼله او د چارو ادارې رهبرۍ ته يې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د اداري پروسو د ساده کولو توافقنامه د رسنيو د استازو په موجوديت کې لاسليک شوه.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.