د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سپورټي فدراسيونونو له استازو سره ولیدل

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د سپورټي فدراسيونونو له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه ( ذوالقعدة الحرام ۱۸ مه/ غبرګولي ۱۷ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د دې رياست د فعاليتونو او مسؤليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د باسکټبال او جودو فدارسيونونو په استازيتوب عبيدالله ارغنديوال او ذبيح الله نظري خبرې وکړې او د دې فدراسيونونو د لاسته راوړنو تر څنګ يي ځينې ستونزې هم شریکې کړي.
د ورزشي فدراسيونونو استازو له اسلامي امارت څخه مالي برخه کې، بهرنيو هېوادونو ته د سياليو لپاره د ویزو او پاسپورټ، سپورټي وسایلو او داسې نورو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
په ناسته کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د سپورټي استازو له خبرو وروسته هغوی ته د شریکو شویو ستونزو د ډاډ تر څنګ، وویل چې په د لوبو پر مهال د خپل هېواد مقام درسره یاد ساتئ او هڅه وکړئ چې ښه استازيتوب وکړئ.
دغه مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.