د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي نظام کې ګمارنې د اهلیت او معیار پر اساس دي
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي انورالحق انور د دې ادارې د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر د معرفۍ ناسته کې وویل، اسلامي امارت ګمارنو کې له معیار، شفافیت او اهلیت پرته بل څه په پام کې نه نیسي.
نوموړي د نبوي ارشاداتو په حواله زیاته کړه، مسؤلیت غوښتل کېږی نه؛ بلکې یو مسؤل ته ورله غاړه کېږي.
دغه ناسته چې د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تالار کې برابره شوې وه (ذوالقعده۱۷/جوزا۱۶مه)؛ د قرآن کریم له تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی ریاست رئیس وویل، مسؤلیت له یوې خوا دروند پېټی دی، خو ضمناً عادل امام، مسؤل او حاکم په دنیا او اخرت کې پر انعاماتو نازول کېږي.
هغه همدارنګه د مولوي محمد صابر اړوند وویل، چې نوموړي د اسلامي امارت په تېره واکمنۍ کې هم د تفتیش برخه کې کار کړی او د جهاد په دوران کې يي د نورو فعالیتونو تر څنګ د تعلیم او تربيې برخه کې خدمات ترسره کړي.
مولوي محمد صابر د رهبري له لوري ورباندې شوي اعتماد نه مننه وکړه او په وینا يي مهمه دا ده چې دې ازمویښتونو کې د بریا دعا وکړو، اخلاص ځانو کې پیدا کړو او د دې دین لپاره چې باید وینې مو ورکړې وای د قلم له رنګه خو هیڅ دریغ ونه کړو.
په وینا يي، سره له دې چې د اسلامي امارت پر وړاندې داسې وضعیت مخې ته راغی چې دولت داري پکې له منځه تللې وه، خو بیا هم د مشرتابه سنجېده او مدبرانه تدابیرو وکولی شول، چې د دولت دارۍ بیا رغونه کې مهم رول ولري.
ښاغلی صابر له فتحې وروسته د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش د رئیس په توګه دنده پر مخ وړې او تازه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه وګمارل شو، چې نن يي د معرفۍ مراسم ترسره او د خیر په دعا پای ته ورسېدل.