د چارو ادارې لوی رئیس د غزني والي سره وليدل
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور د غزني والي مولوي امين جان عمري سره وليدل او ددې ولايت ستونزې يې واورېدې.
دغه ناسته چې نن سه شنبه «ذوالقعدة الحرام ۱۷مه/ غبرګولي ۱۶ مه» د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور په کاري دفتر کې ترسره شوه، پکې د غزني والي ددې ولايت يو شمېر ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
د غزني والي مولوي امين جان عمري په دې ولايت کې د نفوسو او ابادۍ د زياتوالي له امله د نويو ناحیو د ايجاد، لوړ پوړيزو ودانيو د جوړښت لپاره د اجازې د ورکړې او يو شمیر امارتي ادارو لپاره د خپلو تعميرونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث نورالحق انور ښاغلي عمري ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ستونزې به د حل لپاره د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس سربېره ددې ادارې د دفتر، دفاع او امنیت، تدارکاتو او د حفظ او مراقبت رئيسانو هم ګډون کړی و.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.