د چارو ادارې عمومي رئیس د زابل له ځوانانو سره خبرې وکړې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ویډیو کنفرانس له لارې او په حضوري ډول د زابل ولایت له یو شمېر ځوانانو سره په هغه ولایت کې د دوی د ستونزو او غوښتنو په اړه خبرې وکړې.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د زابل ځوانانو د هغه ولایت مدني فعال محمد ابراهیم عبرت کورنۍ ته چې د طالبانو له خوا په شهادت رسېدلی و د رسیدګۍ، د زابل د ګمرک او هوایي ډګر د فعالولو په هکله د جلالتمآب جمهوررئیس د ژمنو د عملي کېدو، په حکومتي ادارو کې د کادرونو د استخدام، په محلي اداره کې د اصلاحاتو، د سړکونو او پلچکونو د جوړولو، د زابل ځوانانو ته د لوړو زده کړو او کار د زمینې د برابرولو او د اداري تشکیلاتو د ډېرښت په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له ډاکټر فضل محمود فضلي سره شریکې کړې.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس د زابل له ځوانانو څخه د دغه ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د شریکولو له امله د مننې ترڅنګ، له دوی سره ژمنه وکړه چې د دوی د غوښتنو د عملي کېدو لپاره به جدې هڅې وکړي. همداراز ډاکټر فضلي څرګنده کړه چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت مطابق د زابل ګمرک د اقتصاد وزارت په طرحه کې شامل شوی او د هغه ولایت د هوایي ډګر د جوړولو موضوع به د هوانوردۍ ادارې له رئیس سره شرکه او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لخوا به یې تعقیب کړي.

ښاغلي فضلي د زابل په محلي اداره کې د اصلاحاتو په اړه وویل چې: د زابل ولایت ټول بستونه به د اداري اصلاحاتو د کمیسیون لخوا آزاد رقابت ته وړاندې شي ترڅو له دې لارې ځوانان استخدام شي او د ریاستونو د سرپرستۍ په اړه به هم لازم تصمیم ونیول شي. هغه زیاته کړه چې د هغه ولایتونو د پرمختیایي پروژو لېست چې کمه پاملرنه ورته شوې، ترتیب شوی او د زابل ولایت هم په هغه لېست کې شامل دی.

هغه د سولې د مذاکراتو د پیل په اړه وویل چې د جلالتمآب جمهوررئیس ټینګار د اساسي قانون پر حفاظت دی او دا د سولې د مذاکراتو په لړ کې له ټولو اسلامي ارزښتونو او له جمهوریت څخه د ريښتینې استازولې ښکارندویي کوي.