د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې د دې ادارې د معلوماټي ټکنالوژۍ ریاست ته د اړتیا وړ د تکنالوژۍ وسایلو د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/017/1402/NCB دی، وحدت د ټکنالوژي وسایلو د خدماتو شرکت ته چېد « ۱۵ زره دار قواو سیمه-کابل، افغانستان» کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په 46779 شمېره جواز سره ثبت دی په مجموعي ډول د 5751766 د پنځه ملیونه اوه سوه یو پنځوس زره اوه سوه شپږ شپېته افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې رابطه کوم اعتراض لري، کولی شي د تدارکاتو د اصولو د پنځوسمې مادې له مخې د دې خبرتیا له اعلان څخه د تقویمي اوه ورځو پورې په کتبي ډول خپل دلایل د دې ادارې د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د ذکر شوي میعاد له اصولي طی مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.