د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې ریاست د تعميراتو د ساتنې او مراقبت ریاست د اړتيا وړ د مرکز ګرمۍ اړوند توکو تدارکاتو پروژه اعلان ته وسپاري، له ټولو په شرايط برابرو داو طلبانو هيله کېږي چې د داوطلبۍ په دې غونډه کې برخه واخلي او شرطنامه دې په سافټ بڼه د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې او يا هم له تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک کې ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په سرتړلې بڼه د اعلان له نشر څخه تر ۱۴۰۲/۴/۵ نېټې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست، د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست د مرکز ګرمۍ اړوند توکو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/006/1402/NCB/RE
د بانکي تضمين په توګه: (66500) شپږ شپېته زره پنځه سوه افغانۍ
د افرګشايي نېټه: د ۱۴۰۲/۴/۵ له غرمې مخکې 10:00 بجې
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر، کابل- افغانستان
نوټ: ناوخته او د انټرنېټ له لارې افرونه د منلو وړ نه دي.