25 غبرګولی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د غزني والي سره وکتل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د غزني والي وحید الله کلیمزي سره وکتل.
په دې ليدنه کې د غزني والي په دې ولایت کې د اداري اصلاحاتو، پراختیايي پروژو، د و کرونا ویروس دخپرېدو او نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د دې ولایت سیمه اییزه اداره د ستونزو د اوارولو او خلکو ته د روغتیايي چوپړتیاو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ رامنځته کولو لپاره جدي همکارۍ ژمنه وکړه.