د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (ذوالقعدة الحرام ۷مه/ غبرګولي ۶ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه چې په کې د دې ادارې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه.

دغه غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم په يو لړ موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د غونډې په پيليزه وينا کې قاري عبدالولي صديقي وويل؛ چې له پخوا څخه اوس امارتي چارې ګړندۍ شوي دي خو له مسؤلينو څخه يې د امارتي چارو د لاښه والي او چټکتيا هيله وکړه.

په غونډه کې د تېرو غونډو د پرېکړو په تعقيب له کلني پلان سره سم د چارو سرته رسولو، د چارو ادارې اړوند وسايطو د ساتنې او مراقبت او کارمندانو ته د معاش ورکولو چارو د نظم او يو شمير نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.