لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو عملي چارو د پيل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام د هدايت او کابينې د پرېکړې پر اساس د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو د عملي چارو د پيل په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه «د ذوالقعدة الحرام ۴ مه/ غبرګولي ۳ مه» د چارو ادارې لوی رياست د کابينې او شوراګانو چارو د انسجام ریاست د رئيس قاري عبدالستار سعيد په مشرۍ جوړه شوې وه پکې د دې ادارې د اقتصاد او زېربناوو رياست، د ودانيو د طرح او ډيزاين رياست او ټولګټو چارو وزارت استازو هم برخه اخيستې وه.
د غونډې په پيليزه وينا کې قاري عبدالستار سعید د لويو لارو په اوږدو او کابل ښار کې د جوماتونو جوړولو په اړه د امير المؤمنين حفظه الله د هدايت او کابينې د پرېکړې په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د يادې موضوع په اړه هر اړخيز بحث وشو او د ټولګټو وزارت د سړک د خونديتوب او تمځايونو رئيس کنشکا نوري د دې وزارت له لوري د لويو لارو په اوږدو کې د جوړېدونکو جوماتونو او تمځايونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته پريزنټيشن وړاندې کړ.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو لپاره به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کور او ښار جوړونې وزارت سره په ګډه د ځمکو د ټاکلو، لېږد او جوماتونو د طرحې، ډيزاين، نقشې او برآورد په اړه ناستې وکړي.
همدا راز په ناسته کې په دې اړه د نورو غونډه د جوړېدو پرېکړه هم وشوه.
بايد وويل شي چې د روان کال د کابينې د ۲۹ مې غونډې د پرېکړې له مخې د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې د هېواد د لويو لارو په هر سل کيلو مترۍ کې دې د پلان له مخې له ټولو ملحاقو سره د نارينه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره جوماتونه جوړ شي، چې دا پرېکړه د امیر المؤمنين له توشيح وروسته ۷۰ کيلو متره وټاکل شوه.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.