د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د خلکو ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کوو

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د روغتيايي سکتور له استازو سره د روغتيايي ستونزو د حل په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه ( ذی القعده ۴ مه/ غبرګولي ۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رياست مرستيال ددې رياست د فعاليتونو او غونډې د اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د نورو ګډونوالو په استازيتوب ډاکټر عزيزالله امیر او پوهاند ډاکټر عصمت الله سجاد خبرې وکړې او په روغتيايي برخه کې يې د مالياتو د زياتوالي، د روغتيايي مراکزو په اړه د سختو مقرراتو وضع کېدو، لوړو بانکي تضمينونو او یو شمير نورې ستونزې شريکې کړې او د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
بل لور ته د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د روغتيايي اتحاديو استازو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ولس له مختلفو ستونزو سره مخ دی چې اوس به يې په ګډه د حل لپاره کار کوو.
ښاغلي اخندزاده د روغتيايي سکتور استازو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل لپاره اړوندو امارتي ارګانونو ته وړاندې کړي او نتيجه به يې له يادې اتحاديې سره شريکه کړي.
دغه غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.