د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د درې قلمه نفتي موادو( ډيزل، پټرول او خاورو تېل) د کابل ښاروالۍ د 1402 مالي کال د اړتيا لپاره تدارکاتي پروژه چې تشخيصيه شمېره يې NPD/KM/1402/NCB/G-001 ده، د شايق عليمي لميټډ سوداګريز شرکت ته چې د جواز شمېره يې (License: 0101 -12526) ده
او د کابل ښار بهارستان سينما ۷ سرک په ساحه کې موقعيت لري، په مجموعي ثابت قيمت (35,702,319) پنځه ديرش ميليونه، اوه سوه دوه زره، درې سوه نوولس افغانۍ او حد اکثر (59,503,865) نهه پنځوس ميليونه، پنځه سوه درې زره، اته سوه پنځه شپېته افغانۍ ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه دې تر اوه ورځو پورې په کتبي توګه او له دلایلو سره تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د ذکر شوې نیټې او اصولي مراحلو له پوره کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي