د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د اړتيا وړ مختلف السايز (۱۸ ډوله) کيبلونه، اړوند لوازمات او د (ABC_NYY) د اصلاح پروژه د همکار سيم او کيبل شرکت چې د جواز شمېره (D-03-1479) ده او د هرات ښار په بانک خون جاده کې موقعيت لري، د (61,774,880) يو شپېته ميليونه، اووه سوه څلور اويا زره اته سوه اتيا افغانۍ په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه دې تر اوه ورځو پورې په کتبي توګه او له دلایلو سره تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د ذکر شوې نیټې او اصولي مراحلو له پوره کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.