د قرارداد د ورکړې خبرتیا

 

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازیتوب د دې ښاروالۍ د سرسبزۍ او مالي ریاستونو د اړتیا وړ دوه قلمه نفتي موادو «ډیزل او پټرول» پروژه چې تشخیصیه نمبر یېNPD/KM/1402/NCB/G-012 دي، افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته (جواز/۷۹۹۵۵)، چې د کابل ښار اولسمې ناحيې اړوند خیرخانې سرکوتل کې واقع دی په حد اقل ثابت مجموعي قېمت 6,720,000 شپږ میلیونه اوه سوه شل زره افغانۍ او حد اکثر ثابت مجموعي قېمت 11,200,000 یوولس میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري د دې اعلان د خپرېدو له نېټې تر اوو ورځو پورې دي يي په کتبي توګه له دلایلو سره د ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د ذکر شوې نیټې او اصولي مراحلو له پوره کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.