د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته اړتیا وړ د فوتوکاپي ماشینونو او د پرنتر رنګونو د تدارکاتو د پروژې قرارداد چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/016/1402/NCB دی عصر کابل شمال لمیتد شرکت ته چې د کابل دارالمان سړک کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲۱۹۱۰ نمبر جواز لرونکی دی د ۲،۳۳۷،۸۰۰ (دوه میلونه او درې سوه اوه دیرش زره او اته سوه) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه دې تر اوه ورځو پورې په کتبي توګه او له دلایلو سره تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د ذکر شوې نیټې او اصولي مراحلو له پوره کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.