د کابینې ۳۲مه غونډه؛ د تېرې ادارې اړوند ځينې قراردادونه څېړل کېږي
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۳۲مه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اشغال په دوران کې د تېرې ادارې له لوري هغه قراردادونه چې سرغړونه پکې موجوده وي وڅېړل شي.
د پرېکړې له مخې ټولو امارتي وزارتونه، ادارې، شرکتونه او غیر بودجوي واحدونه دي د خپلو املاکو اړونده هغه تړونونه چې د امریکايي اشغال پر مهال شوي او غبن فاحش ګڼل کېږي، یا هم قرار دادي د قرارداد له موادو څخه ښکاره سرغړونه کړې وي او یا یې کوي، په اړه دي يي بشپړ معلومات د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي.
دا غونډه چې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د روانې میاشتې په ۲۵مه وشوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده ور سپارل شوې چې پورته ورته رسېدونکي معلومات هر اړخیز وڅېړي او د هدایت په موخه يي د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.
همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ د مالیې وزارت او استخباراتو لوی ریاست د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ۱۴۰۱ مالي کال د څلورمې ربعې په غیر مالیاتي عوایدو کې کسرات لرونکو ادارو سره د همغږۍ غونډه وکړي، له مسلکي او تخنیکي اړخه يي ستونزې وارزوي او حللار ورته پیدا کړي.
د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.