د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتيا

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د خدماتو ریاست لپاره د اړتيا وړ د غوښې پروژه چې تشخیصیه نمبر AOP/G/020/1402/NCB دی، د عزت الله لوی کندهار له سوداګریز، ساختماني او لوژستیکي شرکت سره چې د کابل کمپنۍ سیمه کې موقعیت لري او جواز یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په (21776) شمېره ثبت دی، په (6,845,823.50) شپږ میلیونه، اته سوه پنځه څلوېښت زره، اته سوه درویشت اعشاریه ۵۰ افغانیو په بدل کې ورکړي.
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو ورځو پورې يې د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.