د فرهنگي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د ورزشکارانو ستونزو ته رسيدګي کوي

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د بېلابيلو ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن چهارشنبه (شوال المکرم ۲۷ مه/ غويي ۲۷ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پیل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري د غونډې له اجنډا سره سم د ریاست د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي حيدري وزرشکاران په اوس وخت او راتلونکې کې د افغانستان سرمايه وګڼله او زياته يې کړه چې ورزشکاران دي چې د خلکو په روغتيا او سلامتيا کې رول لري او ټولنه له نشه يي توکو او نورو مشکلاتو ژغوري.

ورپسې په غونډه کې د قوت الرمي، طبما او باسيکل ځغلونې فدراسيونونو استازو د خپلو لاسته راوړنو او د بهرنیو لوبو، بودجې او سفرونو په برخه کې يي د ځينو ستونزو د حل هیله هم وکړه.

په غونډه کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ورزشکارانو هڅې او فعاليتونه او هېواد ته راوړي وياړونه وستايل او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د ورزشکارانو د ستونزو د حل لپاره اقدامات کوي او له اړوندو ارګانونو سره به ستونزې د حل په موخه شريکې کړي.
ښاغلي اخندزاده همدا راز د ورزشکارانو په اتحاد او يووالي ټينګار وکړ او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د يووالي لپاره کار وکړي او زياته يې کړه چې له هېواده بهر په سياليو کې د افغانستان ښه استازيتوب وکړي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.