د چارو ادارې لوی رئیس؛ په امارتي ادارو کې ورځ تر بلې د سالم رقابت احساس پياوړی کيږي
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه«شوال المکرم ۲۳/غوايي ۲۳» د شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د تېرو غونډو په تعقيب له اجنډا سره سم په موضوعاتو بحث وشو.
د غونډې په پيليزه او اصلاحي وينا کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ اوس د ناسالم رقابت پر ځای په امارتي ادارو کې ورځ تر بلې د سالم رقابت او خلکو ته د خدمت احساس پياوړی کيږي او د نظام چارې ورځ تر بلې د پرمختګ او ښه والي خوا ته روانې دي.
ښاغلي انور وويل چې خلکو ته د لاښو خدمتونو ترسره کولو په اړه بايد له خپلې پوهې او وړتيا نه سالمه استفاده وشي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو په څېر د خلکو ستونزو او مشکلاتو نه په ښه توګه ځان خبر او د حل لپاره يې اقدامات وشي.
همدا راز په غونډه کې د تېرو غونډو په تعقيب د چارو ادارې لوی رياست اړوند ودانيو د شنو ساحو د حفظ او ساتنې، اوبو رسولو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
دغه غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.