د چارو ادارې لوی رئيس؛ د اداري پروسو ساده کولو سره د وخت او امکاناتو د ضايع کېدو مخنيوی کيږي

 

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو، شهداوو او معلولينو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو تفاهمنامې د لاسليک په غونډه کې ګډون وکړ او دا پروسه يې د هېوادوالو لپاره يو ښه زيری او غوره اقدام وباله.

د چارو ادارې لوی رئيس وويل؛ د اداري پروسو د ساده کولو بهير ډېرې ګټې لري چې له مخې يې په اداري کارونو کې اسانتياوې او شفافيت رامنځته کوي او د خلکو د مشکلاتو او وخت ضايع کېدلو مخه نيسي.

دغه غونډه چې نن شنبه (د شوال المکرم ۲۳ مه/ غويي ۲۳ مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې د شهداوو او معلولينو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او اداري اصلاحاتو مسؤلينو برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله وويل؛ تر دا مهاله يادې ادارې د ۴ وزارتونو او او امارتي ادارو سره د اداري پروسو د ساده کولو پروسو موافقتنامې لاسليک کړي دي چې له مخې تر اوسه ۳۶۶ اداري پروسې ساده کړي دي.

همدا راز په غونډه کې د شهداوو او معلولينو چارو وزارت معين شيخ الحديث عبدالحکيم حقاني وويل؛ اوس اسلامي نظام حاکم دی، د چارو د شفافيت لپاره هڅې روانې او د اداري پروسو ساده کول زموږ مسؤليت دی او هيله يې څرګنده کړه چې دا پروسه به په ښه توګه پرمخ لاړه شي.

بل لور ته د کابل ښاروالۍ د خدماتو معين مولوي محمد خالد سجستاني وويل؛ خلکو سره نرمي او په کارونو کې اسانتياوې رامنځته کول د امير المؤمنين حفظه الله له توصيو څخه دي او موږ په دې هڅه کې يو چې په اداري چارو کې فساد له منځه يوسو چې اوسمهال په دې اړه عملي ګامونه پورته کيږي.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، شهداوو او معلولينو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د رسنيو د استازو په وړاندې تفاهمنامه لاسليک شوه.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې و، د خير په دعا پای ته ورسېده.