د دولسم ټولګي شهادتنامې په توزیع کې د اسانتياوو په اړه غونډه وشوه
![د دولسم ټولګي شهادتنامې په توزیع کې د اسانتياوو په اړه غونډه وشوه](https://aop.gov.af/public/md.jpg)
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د پوهنې وزارت د شهادت نامو او نتايجو رئيس مولوي صبغت الله وصيل په مشرۍ پلاوي سره د شهادتنامو د توزیع په برخه کې د اسانتياوو په رامنځته کولو خبرې وکړې.
په دې اړه غونډه چې نن شنبه «د شوال المکرم ۲۳ مه» د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس په دفتر کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د موضوع په اړه بحث وشو.
په غونډه کې د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتايجو رئيس مولوي صبغت الله وصيل د شهادتنامو په برخه کې د خپلو پرمختګونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي وصيل وويل چې د شهادتنامو د توزيع په برخه کې يې له کلونو راپاتې ستونزو ته يې د حل مناسبې لارې استفاده کړي دي، د شهادتنامو د جدولونو د ثبت لپاره يې ډيجيټل سيستم فعال کړی او د اووه ميليونه جلده پاتې نتايجو د ډيجيټل کولو پروسه يې په پلازمينه کابل او يو شمېر ولايتونو کې پيل کړې ده.
نوموړي په دې برخه کې د مناسب تعمير، برېښنا، وسايلو او وسايطو ستونزو سربېره ددې رياست کارمندانو ته د کاري حجم زياتوالي له امله د اضافه کارۍ او معاشونو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د پوهنې وزارت ياد پلاوي ستونزې واورېدې، په اړونده برخه کې يې د هغوی هڅې او فعاليتونه وستايل او د ستونزو د حل په اړه يې د پوهنې وزارت له رهبرۍ سره په همغږۍ او د اسلامي امارت د مشرتابه په مرسته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتايجو رياست د معلوماتو له مخې، ياد رياست د اړوندو اسنادو په برخه کې اووه ډوله اسناد توزيع کوي چې په ورځني ډول يوازې ياد رياست تر ۱۵۰۰ څخه زيات مراجعين لري او په اړونده برخه کې يې چارې سرته رسيږي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.