د پکتیکا والي سره د چارو ادارې لوی رئیس کتنه

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس سره په لیدنه کې دغه ولایت کې شته ستونې او د پکتیکا سیمه اییزې اییزې ادارې چارو کې د لا ښه والي په اړه وړاندیزونه شریک کړل.

په دې لیدنه کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو، کرونا ویروس د مبارزې او د خلکو د غوښتنو په اړه خبرې وشوې.

د چارو ادارې لوی رئیس د پکتیکا ولایت سیمه اییزه اداره کې د اصلاحاتو د بنسټیز کولو، د پراختیايي پروژو د باکیفتیه تطبیق د څار او د دغه ولایت رهبري سره د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د هر اړخیزې همکارۍ په اړه ډاډ ورکړ.