د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د خدماتو ریاست لپاره د اړتيا وړ مايع ګازو د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر AOP/021/1402/NCB دی، د تاج محمودي زراعتي او مالداري شرکت چې د کندهار ښار پخوانۍ قول اردو سره لومړۍ ناحيې دوهمې کوڅې کې لومړی کور کې واقع دی او جواز یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په (53852) شمېره ثبت دی، په (3,833,740,2) درې ميليونه، اته سوه دري ديرش زره، اووه سوه څلوېښت اعشاريه دوه افغانیو په بدل کې ورکړي.
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو ورځو پورې يې د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي .
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.